اسلام آباد 14 ستمبر(اے پي پي) قامې اسملۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سيد ??ور??يد احمد شاه په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ د پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه وشوه۔په غونډه كښې د كمېټۍ غړو راجه جاوېد اخلاص٬شاهده اختر علي٬صاحبزاده نذير سلطان٬ډاكټر عارف علوي او د اړوندو سركاري ادارو افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مواصلات او پوسټل سروسز وزارتونو د ??ډټ اعتراضات جاج واخستلې شو۔د پوسټل سروسز ??ډټ راپور جاج اخستو په مهال دا انكشاف وشو چې پوسټل سروسز كښې په 20 بدعنوانو كښې د ګاډو پشمول د نورو څيزونو د غلا څخه د دوه كروړه 4 لكه روپو زيان شوې۔د پوسټل سروسز چارواكو وو??يل نېب سره شپږ او اېف آئي اے سره 14 مقدمې پرتې دي۔پي اے سي دا معامله ذيلي كمېټۍ ته وسپارله۔د ??ډټ چارواكو پي اے سي ته وو??يل لياري ايكسپرېس وے پروژه كښې د 5 اربه روپو څخه زياته اضافه شوې٬د پروژې په 2004 كښې مجموعي لګښت 4 ??ربه 89 كروړه روپۍ وو۔ دوي ووئېل اېن اېچ اے د ايكنك منظورۍ نه غېر منصوبې كښې بدلون كړی چې ورسره د منصوبې لګښت 9 ارب 94 كروړ ته رسېدلې۔??ډټ چارواكو پي اے سي ته سفارش كړی چې د دې پروژې پلټنې وكړي او پي اے سي په يوه مياشت كښې د دې د پلټنو سپارښتنه وكړه