اسلام آباد 20 اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب سره ?? رومانيه سفير نكولائي جي آوا ملاقات كړې۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل پاکستان رومانیه سره په پراخه بنياد او د اوږدې مودې اړيكې غواري٬ د دواړو هېوادونو تر مېنځه د فلم او خپرونو په څانګه تبادلو سره به اولسي رابطو ته په وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل فلم يو داسې طاقتور مېډيم دې ??ې ورسره د نورو كلتور معرفي كېدې شي ۔ دې ووئيل فلم سره د نورو د قامي ورثې او په دود دستور پوهېدو كښې مرسته ترلاسه كېږي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د پاكستان فلمونه په رومانيه كښې ښودلو سره به د پاكستان تشخص په نړيواله كچه رامخې ته كېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ دې ووئيل پاكستان د 60 او 70 په لسيزه كښې زيات فلمونه جوړونكې هېواد ٶ۔ دې ووئيل اوسنې حكومت امن لپاره په بشپړه توګه كار كوي او پاكستان د امن او امان په صورتحال او معاشي مېدان كښې د ذكر وړ پرمختګ كړې دې۔ ?? رومانيه سفير نکولائي جي اوا ووئيل پاكستان د منطقې مهم هېواد دې ??رته چې جمهوريت فعاله دې او ميډيا ته آزادي ترلاسه ده۔