اسلام آباد 03 جنوری (اے پی پی) د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د شورو په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه چې پكښې خارجه وزير خواجه محمد آصف د امريكائي مشرتابه د اوسنيو بيانونو د پس منظر او د قامي سلامتيا كمېټۍ د په 17مه غونډه كښې د خيالاتو د څرګندونې په اړه كابينه خبر كړه وفاقي كابينې د قامي سلامتيا كمېټۍ د موقف په يوه خله تائيد وكړو چا چې تېره ورځ په 17مه غونډه كښې د امريكائي قيادت د په اوسنو بيانونو د ستختې مايوسۍ څرګندونه كړې وه۔ كابينې ووئيل د امريكې بيانونو سره د دواړو هېوادونو ترمې??ځه د نسلونو څخه راروانه ملګرتيا وځ??لې شوه۔ كابينې ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد بې شمېره ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي او د ترهګرۍ په ضد نړيوال جنګ كښې ئې د يو همكار جوړېدو په نتيجه كښې د هېواد معيشت ته ډېر زيان رسېدلې ۔ كابينې ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پكاكستان قربانۍ ټولې نړۍ ??نلې دي۔ كابينې د افغان كډوالو لپاره د 31 دسمبر كال 2017 نه رووستو پروف آف رجسټرېشن (پي او آر) کارډز او د پاکستان، افغانستان او یو اېن اېچ سي آر ترمې??ځه په درې كسيزه لوظنامې په پراختيا په وړاندېز هم غور وكړو۔ غونډه كښې د تفصيلي خبرو نه پس كابينې د پي او آر لپاره د 30 ورځو د پراختيا منظور وركړه او پرېكړه وشوه چې د يو اېن اېچ سي آر او نړيوالې و??ور??لۍ سره د افغان كډوالو ستنولو معامله به پورته كولې شي۔(