اسلام آباد 26 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو٬منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي چې پاكستان يو سوله ايز٬او په تندۍ سره پرمختګ كونكې هېواد دې٬د اوبو كمې ټولې نړۍ لپاره چېلنج جوړ شوې٬ د اوبو لوې مقدار نه بغېر كوم معيشت پرمختګ نه شي كولې٬په آبادۍ كښې د اضافې له امله نړۍ د اوبو كمي سره مخ ده٬د موسمياتي بدلون په نتيجه كښې صورتحال لا خرابېږي٬د اوبو انتظام ښه كول د پاكستاني حكومت په ترجيحاتو كښې شامل دې۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د س??اركو٬ملګرو ملتونو٬پاكستان٬پرنس سلطان بن عبدالعزيز د س??وري لاندې سپيس ټېكنالوجي آن واټر منيجمنټ پنځه ورځني شپږم نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔په كوم كنفرنس كښې د ټولې نړۍ څخه د 100 نه زيات سائنسدانان٬انجينئران٬ريسرچرز او استازي ګډون كوي۔وفاقي وزير ووئيل چې اوبه د ټولو هېوادونو كركيلې او معيشت لپاره د ژوند حېثيت لري٬مونږ نن د اوبو ستونزو سره مخ يوي۔په دې د ريسرچ كولو ضرورت دې چې د س??ندر اوبو څنګه د استعمال جوګه كړی شي٬كه دا كا?? وشي نو د اوبو كمې به جوړ نه شي۔ده ووئيل چې د اوبو كمې نن ټولو هېوادونو لپاره يو چېلنج جوړ شوې۔د دې نه بغېر يو معيشت هم پرمختګ نه شي كولې۔دا به په آبادۍ كښې د اضافې له امله نړۍ د اوبو كمي ستونزې سره مخ شوې۔ده ووئيل چې موسمياتي بدلون دا صورتحال لا خرابوي۔ سپيس ټېكنالوجي په هره څانګه كښې زمونږ لارښونه كوي۔ده ووئيل چې يوازې په ګليشيرز او د باران په اوبو انحصار نه شي كېدې۔د اوبو د انتظام د صورتحال له امله بدلونونه رامينځ ته كېږي۔ده ووئيل چې د س??يس ټېكنالوجۍ د لارې د اوبو انتظام ښه كېدې شي۔د اوبو په څانګه كښې په ريسرچ كښې سپا??كو مهم كردار لري۔دا كنفرنس به د اوبو په څانګه كښې ريسرچ لپاره د بېلا بېلو زاويو جاج اخلي۔ده ووئيل چې د كنفرنس مقصد د خلائي ټېكنالوجۍ د استعمال د لارې د اوبو كمې پوره كول او د دې غوره انتظام دې۔ده ووئيل چې داسې هېوادونه چرته چې معيشت كركيلې سره تړلې وي٬اوبه ډېر اهميت لري۔ده د خلائي ټېكنالوجۍ په اړه په خبرتيا پېدا كولو هغه كنفرنس په كاميابۍ سپا??كو ته مباركي وركړه او وې وئېل چې د راتلونكو 20 ٬ 25 كلونو په مهال به په پرمختلليو ښارونو او هېوادونو كښې د اوبو غوښتنه يو په دوه شي۔دې لپاره د شريكې حكمت عملۍ ضرورت دې چې دغسې د اوبو معيار٬كمې او د اوبو نكاس نظام ښه كړی شي۔(م ع/وس/1444)