اسلام آباد 18 اپریل(اے پی پی) د وزيراعظم د قامی سلامتیا صلاحكار لیفټېننټ جنرال (ر) ناصر خان جنج??عه سره د ازبكستان يو پلاوي د سیكورټی كونسل سیكتر محمدوف په مشرۍ كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د سيمه ايزې سلامتیا او رابطو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه شوي۔ د قامی سلامتیا صلاحكار پلاوي له د سيمه ايز او نړيوال امنيت پ?? اړه ت??صیلی پریذنټېشن وركړو۔ده د دو?? اړخيز?? اړيكو اهمیت او د پاكستان او مينځني اسياﺀ لپاره شريكو چیلنجونو او موقعو سره سره افغانستان كښې امن او استحكام له د پاكستان هڅې هم رامخې ته كړې۔ ده ووئيل افغانستان كښې امن نه يواځې پاكستان بلكه ټولې سيمې له مهم دے۔ ناصر خان جنج??عه د ازبكستان اولس مشر د اړخه تاشقند كنفرنس كښې شوې اقدامات وستائل كوم چې افغانستان كښې امن او استحكام پ?? حقله وؤ۔ د ازبكستان پلاوي مشر د خپل هېواد د اړخه افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان سره په ګډه د كار كولو خوښي څرګنده كړه۔ ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او افغانستان كښې امن له د پاكستان هڅې وستائلې۔ په دې موقع ډلې دو?? اړخيز?? اړيكو لا زياتولو او سيمه كښې امن له په ګډه كار كولو ته سلا شوې۔