كراچي 20 جون (اے پي پي)لنډ مهاله وزيراعظم جسټس(ر)ناصرالملك وئېلي دي د قائد ښار كښې حالات معمول ته د راوستلو عزم سره د قانون نافذ كو??كو ادارو ترمينځه رابطو او د بشپړه هلو ځلو په نتيجه ??ښې كراچۍ كښې د امن او امان حالت په ځانګړې توګه ښه شوې٬دا جذبه نه يوازې آزادانه٬منصفانه او پرامن ټاكنې باوري كو??و بلكې د تې?? وخت مېوو تر مخه امنيتي وضعه لا ښه كو??و له پكار ده۔ده دا خبره د شورو په ورځ په ګورنر هاؤس كښې د امن اوامان په اړه د غونډې مشري كو??و سره كړی چې پكښې د سندھ ګورنر محمد زبير٬وزيراعلٰی فضل الرحمان٬كمانډر فائيو كور لېفټيننټ جنرل مرزا شاهد بيګ٬ د كورنيو چارو وفاقي سېكتر ارشد مرزا٬ د سندھ چيف سېكتر ميجر(ر)اعظم سلمان خان٬د سندھ آئي جي امجد جاوېد سليمي او نورو سينئر چارواكو ګډون كو??و۔د سندھ سېكتر او آئي جي د امن او امان صورتحال او په صوبه كښې پرامن ټاكنې باوري كو??و لپاره د انتظاماتو پھ اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔وزيراعظم د سندھ رينجرز لخوا روان آپرېشن او ترهه ګرۍ٬ټارګټ كلنګ٬قلنګ او د تاوان لپاره د تختونو پشمول په مهمو څانګو كښې ترلاسه شوو كاميابو په اړه خبر كړې شو۔دا وئېلي شوي پوليس٬رينجرز ا?? د استخبارتي ايجنسو د كو??لو هڅو په نتيجه ??ښې د جرائم شرح 85 فيصده كمه شوې ۔وزيراعظم ته ووئيل شول كراچۍ كښې اوس كو??ه نوګو ايريا نشته او په ښار كښې د معمول ژوند بحال شوې۔وزيراعظم تراوسه په كاميابو د اطمينان څرګندونې سره د قائد ښار كښې حالات معمول ته د راوستلو لپاره د پوليس٬رينجرز ا و استخبارتي ايجنسو هڅې وستائېلې۔وزيراعظم قانون نافذ كو??نكو ادارو او پوليس شهيدانو ته هم د عقيدت پیرزوئنې وړاندې كړی چا چې د كراچۍ اولس سلامتيا او امان لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركړی۔وزيراعظم ووئيل دا خبره باوري كو??و لپاره د زيات الرټ پاتې كېدو ضرورت دے چې راتلونكې ټاكنې٬منصفانه٬آزادانه او پرامن ماحول كښې وكړی شي۔ده ووئيل وفاقي حكومت د خپل مېنډېټ له مخې په صوبه كښې پھ ښه ډول انتخابي عمل سر ته رسولو له صوبائي حكومت او الېكشن كمېشن ته هر ډول ممكنه معاونت وركولو له عزم لري