اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) د احتساب عدالت جج م??مد بشير د پخواني وزیراعظم م??مد نواز شریف په ضد د العزيزيه اسټيل ملز ريفرنس سماعت تر 12م جولائي ځنډول?? دے۔ د ګل په ورځ د نېب عدالت جج م??مد بشیر م??مد نواز شریف په ضد د العزیزیه اسټیل ملز اورېدنه وكړه۔ د پانامه جے آئي ټي مشر وا??د ضیاء عدالت ته د ګواه په توګه وړاندې كړې شو دغسې د نېب وكيلانو او د م??مد نواز شړيف وکیل خواجه حارث عدالت ته وړاندې شول ۔ د سماعت په مهال خواجه حارث موقف اختیار كړو چې جج م??مد بشیر د العزیزیه اسټیل ملز ریفرنس كښې د تورنو په ضد د ايون فيلډ رېفرنس پرېكړه اورولې ده ٬ دې لپاره مناسب به دا وي چې ھغوي د نورو واړو رېفرنسونو سماعت ونه كړې٬ ده وو??ېل مناسب به داوي چې سپريم كورټ ته په چيټۍ كښې فاضل جج د دې چارو حواله هم وركړي او د سپريم كورټ د هداياتو د ترلاسه كېدو نه پس دې كاروائي مخ په وراندې بوتللې شي ده وو??ېل مو??ږ خو دا غواړو چې د ټولو رېفرنسز پرېكړه په يو وخت وكړې شي۔ فاضل جج په خپل ریمارکس كښې وو??يل د سپریم کورټ د اړخه وركړې شوې موده په 10 جولائی هم ختمېږي، په دې اړه خط ليكل زما كار دے۔ د سماعت په مهال خواجه حارث د پخواني وزیراعظم نواز شریف د حاضرۍ نه د استثنیٰ استدعا کړې چې نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د جمعې په ورځ په 13 جولائی لندن څخه هېواد ته راځي، دې لپاره به سماعت تر ګل ورځې ځنډولې شي۔