اسلام آباد 12جولائی (اے پي پي) پاكستان يوځل ??يا د دې عزم پخلې كړې كشمير د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده٬د كشمير په اړه د پاكستان په پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې٬پاكستان به د خپلواكۍ حق لپ??ره هلو ځلو كښې د كشميري اولس سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتي٬د هند د اړخه په بليك ماركيټ كښې يورنيم خرڅول د تشويش وړ او سنجيده معامله ده٬دافغان شخړې پوځي حل ممكن نه دے٬په افغانستان كښې روغې جوړې له د ټولو هڅو ملاتړ كوو٬طالبان خبرو اترو ته كېښنول د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔د زيارت په ورځ اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره د خارجه دفتر وياند ووئيل د كشمير په اړه زمونږ خارجه پالېسۍ كښې كوم بدلون نه دې راغلې٬كشمير زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔وياند ووئيل كشميري اولس د 1947 راهسې په مړانه د هن??ي ظلمونو مقابله كوي۔??ه ووئيل د جولائي په اتمه نېټھ د برهان واني د شهادت دوه كاله پوره شوي او په دې دوو كلونو كښې پھ كشميريانو هن??ي ظلمونو كښې كم نه دې راغلې٬نړيواله ورورولي دې د هن??ي ظلمونو نوټس واخلي۔د افغانستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ??ه ووئيل پاكستان په دې خبره باور لري چې د افغان شخړې كوم پوځي هوارے ممكن نه دے٬يوازې د افغانستان حكومت او اولس په مشرۍ كښې په افغانستان كښې پوخ امن راتللې شي۔وياند ووئيل طالبان خبرو اترو له راوستل د امريكې پشمول د ټولو هېوادونو شريكه ذمه واري ده۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ??ه ووئيل د هند د اړخه په بليك ماركيټ كښې يورنيم خرڅول د تشويش وړ او سنجيده معامله ده