اسلام آباد ۔ 3 اګست (اے پی پی) د برېښنا لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ د تېرې ورځې غونډې په مهال سناتور اورنګزېب خان د پاكستان حك??مت څخه غوښتنه كړې چې د اورکزئی ایجنسۍ زرګرۍ سيمه كښې د برېښنا بلونو په معامله دې په آئي ډي پيز روان زياتې بند كړې شي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په جنګ كښې چې څومره مالي او ځاني قربانۍ د دې سيمې اولس وركړي هغه مثال نه لري۔ د سيمې زياتره اولس په خېمو كښې ژوند كوي ولې د كال 2008ﺀ څخه دوئې پسې پرله پسې د برېښنا بل او بقايا جات رالېږلې شي۔ ده ووئئ??ل د برېښنا بلونو دا بقايا جات 29 كروړ څخه زيات شوي۔ ده ووئيل زرګرۍ يوه وروستو پاتې سيمه ده ا زياتره اولس ئې د بې وزلې ليكې څخه لاندې په ژوند كولو مجبور دے۔ ده حك??مت ته خواست وكړو چې د دې مسئلې حل ولټولې شي او د سبسډي په ش??ل كښې دې فعاله ريليف پېكج وركړې شي۔ ده وئيل حك??مت دې ځپليو څخه موجوده بل ترلاسه كړي او بقايا جا??و لپاره دې د قبلولو وړ تګلاره وضعه كړي۔ په دې لړ كښې د سېنېټ قائمه كمېټۍ د مسئلې حل له هدايات هم جاري كړل۔ كمېټۍ دا پرېكړه هم وكړه چې د برېښنا وزار?? چارواكي دې سناتور اورنګزېب خان سره په ګډه د معاملو ترسره كولو لپاره د يادې شوې سيمې اولس دا ستونزه هواره كړي