اسلام آباد 21 ستمبر (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر وئيلي دي ??ې مونږ پھ اسوہ شبیری عمل کولو سره اتحاد او ورورولۍ ته د ودې وركولو د لارې په ټولو ستونزو قابو موندلې شو، حضرت امام حسېن ر ضی اللہ عنه او د ??غه ملګرې د قرآنی تعلیمات، زغم، قربانۍ او د شهادت جذبې يو ښه مثال دې۔ د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد قیصر د عاشور ورځ په موقع د قام په نامه خپل پیغام كښې وئيلي چې د كربلا پېښه په لوے څښتن او د آخرت په ورځ د ایمان، تقویٰ، مړانې ، د اللہ په لاره كښې د صبر او په قرآن مجید كښې د بيان شوې شهادت جذبې يو ښه نمونه ده كومه به چې تر قیامت ياد ساتلې شي۔ سپیکر ووئيل د مسلمان حثیت دا زمونږ اجتماعی ذمه واري ده ??ې مونږ طاغوتی قوتونو په وړاندې ودريږو كوم چې د خپل ناوړه مقصدونو ترلاسه كولو لپاره ټولنه كښې اړې ګړې خپروي۔ ده ووئيل د كربلا شهيدانو ته د پيرزوئنې وړاندې كولو ښه طریقه دا ده ??ې مونږ د انسانیت ښېګړې او د هېواد تعمیر او پر??خت?? له خپل ځان وقف وكړو۔ د قامی اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوری په خپل پیغام كښې ووئيل د عاشور ورځ معركه د حق او بلاطل قوتونو ترمينځه رامخې ته شوي كومه ??ې مسلمانانو ته د حق او رښتيا لپاره د باطل قوتونو سره د مقابلې درس وركوي۔ ده ووئيل دا ??غه لاره ده په كومه ??ې مونږ ته رسولﷺ د عمل كولو د??س راكړې او د كومې لپاره چې حضرت امام حسین رضی اللہ تعالی عنه او د ??غه ملګرو قربانی وركړې۔