اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د قانون وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسیم وئيلي دي د آئین او نېب قوانین له مخې په عدالت كښې په زېر سماعت مقدمو په پارلمان كښې بحث نه شي كېدې٬ نېب خپلواكه اداره ده ٬ كه د نېب په كومه قانوني نكته اعتراض لرلې شو نو دوي به پخپل حكومت كښې دا بدلون كړې ؤ ۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف لخوا د پورته كړې شوې نكاتو په ځواب بېرسټر فروغ نسيم ووئيل د مخالفې ډلې چې د كومې كمېټۍ جوړولو غوښتنه كړې په قانوني توګه داسې ممكنه نه ده ٬ د نېب آرډيننس دفعه 36 له مخې داسې نه شي كېدلې ۔ ده ووئيل د مخالفې ډلې د مشر ايوان ته د حاضرۍ پحقله چې كله سپيكر رابطه وكړه نو د وفاقي وزير په حېث مې ورته د رول 108 له مخې د دواړو اړخونو سپيناوې كړې ٶ خو سپيكر د ښه طرز عمل څرګندونه وكړه او په ښه ډول ئې معاملات په مخ په وړاندې بوتلل۔ ده ووئيل ?? سېكشن 31 (3) اے له مخې په عدالت كښې په زېر سماعت يوه معامله هم ايوان كښې بحث نه شي كېدې ٬ دغسې د آرټيكل 240 له مخې هم د دې ممانعت شوې ځكه چې په دې كښې د عدالت د سپكاوي كېس هم جوړېدې شي٬ وفاقې وزير ووئېل زه دا خواست كووم چې دا ايوان د قانون عدالت نه دے او نه مونږ يوه قانوني پرېكړه كولې شو۔ ده ووئيل تر كومې چې د نېب د انكوائرۍ تعلق دے نو دا كېس په كورټ آف لاء كښې روان دے او په ھغې دلته بحث نشي كېدلې٬ ده ووئېل د نېب سېكشن 24م د يوې ګ??فت??رۍ پحقله دے ٬ كه د دې آرډيننس په يو شق اعتراض وي نو دا قانون دوي پخپل حكومت كښې بدلولې شو۔ ده ووئيل كه د قانون د عملدارۍ خبره ټول كوي نو بايد عم?? پرې وكړې شي۔ فروغ نسيم ووئيل نېب يوه خپلواكه اداره ده او حكومت د نېب په معاملاتو كښې لاس وهنه نه كوي