اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) ډا??ټر علامه اقبال (رح) د نيمې وچې پاك و هند عظيم لارښود ٶ٬ د ډا??ټر علامہ اقبال (رح) خدمات به تل ياد ساتلې شي۔ ډا??ټر علامه اقبال (رح) په خطبه آله آباد كښې د پاكستان تصور وړاندې كولو سره د نيمې وچې په مسلمانانو كښې د آزادۍ ترلاسه كولو لپاره نوې روح پوكلې ٶ چې ورسره د ھغوي مشتركه منزل په ګوته كړې شو۔ د جمعې په ورځ پاکستاني ق??م او ملت اسلاميه د مفكر اسلام او شاعر مشرق ډا??ټر علامه اقبال (رح) د زېږېدنې په 141مه ورځ ډا??ټر علامه اقبال ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې۔ ډا??ټر علامه اقبال (رح) د خپلو قائدانه صلاحيتونو په سبب د نيمې وچې مسلمانان آزادي ترلاسه كولو لپاره په عملي هلو ځلو آماده كړي وو او دا هم د ھغې هلو ځلو بركت دے چې نن مونږ په آزاد او جمهوري هېواد كښې ژوند كوٶ۔ ډا??ټر علامه اقبال (رح) تل د اتحاد او اتفاق تلقين كړے٬ ډا??ټر علامه اقبال (رح) په داسې وخت كښې د نېمي وچې مسلمانانو ته لاره وښودله كله چې دوي د غلامۍ په تيرو كښې ژوند كولو۔ د علامه اقبال افكارو او سوچ د اميد ھغه ډيوه بله كړه كومې چې د نېيمې وچې مسلمانانو د څو پېړو څخه هڅې كولې۔ د ډا??ټر علامه اقبال (رح) فكر سره د تړون دا تقاضا ده چې م??نږ نه يوازې د ھغه په سوچ ځان پوهه كړو بلكې په ھغې عمل كولو سره پاكستان په حقيقي معنې كښې ھغه رياست جوړ كړو د كومې چې ډا??ټر علامه اقبال (رح) تصور وړاندې كړې ٶ او ھغه قائد اعظم محمد علي جناي (رح) عملي كړے ٶ۔ د نننۍ ورځې اهميت له مخې م??نږ له د عظيم مفكر سوچ او فكر رامخې ته كول پكار دي او د ډا??ټر علامه اقبال (رح) په تعلمياتو عمل كولو سره خوږ هېواد د فرقه پرستۍ ٬ انتها خوښۍ او د ترهګرۍ لعنت څخه پاكولو سره په حقيقي معنو كښې اسلامي فلاحي رياست په توګه پرمختګ وكړي او په نړۍ كښې عزت مند مقام ترلاسه كړي