پېنډۍ 15 نومبر (اے پي پي) پاك پوځ د اېس پي طاهر داوړ په افغانستان كښې د قتل غندنه كولو سره وئيلي دي د پوليس افسر طاهر داوړ اسلام آباد څخه ټښتول ٬ افغانستان م??تقل كول ٬ هلته قتل او بيا د افغان چارواكو رويي سره يو شمېر سوالونه پېدا كېږي كوم چې څرګندوي چې دا معامله په افغانستان كښې تر يو ترهګر تنظيم محدود نه ده۔ د آئي اېس پي آر ډائرېكټر جنرل مې??ر جنرال آصف غفور خ??ل ټوئټ كښې وئيلي دي د اېس پي طاهر داوړ په افغانستان كښې قتل د غندنې وړ دے٬ مونږ د يو مېړني پوليس افسر څخه محرومه شو۔ وياند ووئيل دا مهال په دې لړ كښې د پاكستانو چارواكو لخوا پلټنې روانې دي٬ مونږ د دې ام?? پخلې كوٶ افغان امنيتي چارواكي په پوله د خار دار تار لګولو او په دوه اړخيزه بارډر سېكورټي كوآرډينېش به مرسته كوي دغسې چې افغان خاوره د پاكستان په ضد ونه كارولې شي