اسلام آباد 03 دسمبر(اے پي پي) د تعليم او وظيفائي تربيې وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي د ډائرېكټورېټ جنرل آف سپېشل اېجوكېشن هڅې د ستائنې وړ دي كوم چې د معذوره ماشومانو تعليم ٬ تربيې او بحالۍ لپاره ګامونه پورته كوي۔ ده دا خبرې د ډائرېكټورېټ جنرال آف سپېشل ايجوكېشن تر سېوري لاندې ??ه پي اېن سي اے كښې د خاص كسانو ورځې په مناسبت دستورې ته د خپلې وېنا په مهال وكړې۔ په دستوره كښې وفاقي وزير د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔وفاقي وزير ووئيل د معذوره كسانو والدېنو ته هم د عقيدت پېرزوئنې وړاندې ??وم څوك چې په سختو حالاتو كښې هم د دې ??اشومانو د پالنې فريضه ترسره كوي۔ ده ووئيل حكومت به د دې خبرې باوري كولو پ??ره هڅه كوي چې د ټول هېواد ودانۍ د اېكسسبېلټي كوډ لمخې خصوصي كسانو لپاره د رسنې جوګه كړې شي۔ په دستوره كښې د سپېشل اېجوكېشن ډائرېكټر جنرل عشرت مسعود وفاقي وزير د سپېشل اېجوكېشن ډائرېكټورېټ او د دې تر سېوري لاندې د كار كوؤنكو ادارو پ?? اړه خبر كړو۔ په دستوره كښې د وظيفائي تعليم پارلماني سېكترې وجيهه اكرم او نورو هم ??ډون وكړو۔ وفاقي وزير او پارلماني سېكترې خاص ماشومانو سره وخت تېر كړو او ورسره ئې عكسون هم وويستل۔ وفاقي وزير په دستوره كښې د خاص ماشومانو لخوا وړاندې ??ړې شوې ټېبلو ٬ ملي نغمې او خاكې وستائلې۔ په دې ??وقع بېلا بېل سټالونه هم لګولې شوې وو د كومو چې وفاقي وزير څارنه هم وكړه۔ دستورې ته خپله وېنا كښې عشرت مسعود ووئيل سپېشل اېجوكېشن په دې ??خت كښې څلور ادارې او د تربيې مركزونه چلوي۔ د 18 م بدلون نه پس د دې اختيار تر اسلام آباد محدود شوې۔ په دې ??ركزونو كښې ماشومانو ته د نرسري نه تر اېف اے د تعليم او د سفر وېړيا آسانۍ وركولې شي