اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) د خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې د ملائېشيا او پاكستان ترمينځه ??قتصادي او تجارتي اړيكې د ډاډ وړ دي كومې چې مخ په وړاندې بوتلل غواړو۔ده دا خبرې د ملائېشيا د اي كامرس د نامتو كمپنۍ سسكام برهد مشر داتو سري ليو آريانياكام سره د خبرو په مهال وكړې كوم چې د نهې په ورځ ده س??ه خارجه وزارت كښې ملاقات وكرو۔د خارجه وزارت وياند له مخې خارجه وزير وو??يل چې د اوسني حكومت د اقداماتو په نتيجه كښې په پاكستان كښې د بهرنۍ سرمايه كارۍ رجحان په تندۍ سره مخ په زياتېدو دې٬ده وو??يل چې د ملائېشيا ګڼ شمېر كمپنۍ په پاكستان كښې په بېلا بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ په نتيجه كښې ګټه پورته كوي۔د ملائېشيا د كمپنۍ مشر خارجه وزير د خپلې كمپنۍ د تفصيلاتو نه خبرولو سره وو??يل چې د ده كمپني اي كامرس او د سي سلوشنز بزنس سره تړون لري او په نړۍ كښې زمونږ د 20 كروړو نه زيات صارفين دي