لاهور 28 جنوري(اے پ?? پي) د وزیراعظم د تجارت سلاحكار عبد الرزاق د??ؤد وئيلي دي امریكې سره تجارتي اړيكې په سباٶن كښې د ښه والي امكان لري ٬ هند سره د تجارتي اړيكو ښه كېدو فې الحال هېڅ امكان نشته٬ خو پاكساتن هند سره تجارت لپاره چمتو دے او په دې شرط چې د هند لخوا هم د مثبتو جذباتو څرګندونه وي۔ د ګل په ورځ اېكسپو سنټر ل??هور كښې د پاكستان مېګا لېدر شو د درې ورځني نندارتون پرانستې نه پس ميډيا سره په خبرو كښې عبدالرزاق د??ٶد ووئيل افغانستان سره اړيكې ښې لرې او اوس به افغانستان سره تجارت هم زيات شي٬ د روپۍ په قدر كښې د كمي په پوښتنه ده ووئيل برآمدات چې زيات شي نو د روپۍ قدر به هم مستحكم شي۔ د اېف بي آر په اړه د يوې پوښتنې په ځواب عبد الرزاق د??ؤد ووئيل په اېف بي آر كښې اصلاحاتو ته اړتيا ده ٬ دې كښې د پي اېس ډ?? پي فهرست ښه كوٶ٬ جون كښې به په نوي بجټ معاشي پرمختګ واضح تر نظره شي ۔ ده ووئيل چين سره د اېف ټي اے پحقله خبرې روانې دي او اميد لرو چې د پاكستان او چين ترمېنځه به په اېف ټي اے لاسليك شي۔