کوئټه۔ 05 فروری(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر قاسم خان سوري كوئټه كښې افغان قونصل جنرل وحيد الله موم??د سره ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال افغانستان كښې د امن په بحالۍ٬ سوكالۍ او پولې سره په اړوندو چارو خب??ې وشوې۔ دوهم سپيكر خپلو خب??و كښې ووئيل پاكستان افغانستان كښې امن په ځائې كولو له مهم كردار ترسره كوي?? افغانستان كښې كه ا??ن او خوشحالي وي نو دواړه هېوادونه به پرمختګ وكړي او دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده چې دوئي يو ځائې ناستې سره مسئلې د خب??و د ل??رې حل كړي۔ ده ووئيل وزیراعظم عمران خان چې د افغان پالېسۍ په اړه كومه خب??ه 20 كال وړاندې كوله نن د امريكا په ډول طاقتور قوت هم په دغه پالېسۍ روان دے۔ ده ووئيل دا خب??ه خوشبينه ده چې د امريكا او طالبانو ترمينځھ مذاكرات روان دي۔ ده ووئيل منطقه كښې به امن ضرور راځي اود پاكستان او افغانستان چې يو بل څخه كومې ګيلې دي ددې لرې كولو له يو ځائې ناسته ضروري ده۔په دې مهال خپلو خب??و كښې افغان قونصل جنرل وحید اللہ مومند ووئيل مونږ يو بل سره په مذهبي ٬ كلتوري او معاشرتي توګه تړلې يو۔ دا منطقه بلها معدنيات لري ځكه په دې د نړۍ لوئې طاقتونه يو بل سره جنګیږي۔ ده ووئيل افغان حکومت د ملي مشر اشرف غنی په مشرۍ كښې هېواد كښې امن ته خاص پاملرنه كوي او د افغانستان هم دا خوښه ده چې ګاونډي هېوادونو سره ښې اړيكې وي۔ ده ووئيل د پاكستان نوي حكومت څخه هيله لرو چې هغه به هم ګاونډي هېوادونو سره ښه اړيكې وساتي