اسلام آب??د 28 فروري(اے پي پي) د خزانې وف??قي وزير اسد عمر وئيلي دي حکومت هېواد كښې د كاروبار آسانۍ لپاره اقدامات كوي٬ د ټېكس نظام بهترۍ پشمول ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو ته بېلا بېلې آسانۍ او مراعات وركوي۔ وف??قي وزير د?? خبرې د زيارت په ورځ وف??قي وزير د سنګاپور كاروباري پلاوي سره كړې۔ ده ووئيل پاكستان سنګاپور ته په درنه ست??ګه ګوري او د هېواد په معيشت بېلا بېلو څانګو كښې د سوداګرو لخوا د سرمايه كارۍ هركلې ??وي او په دې لړ كښې به هر ډول ممكنه مرسته او آسانۍ وركولې شي۔ په دې موقع د پلاوي مشر او د مډل اېسټ بزنس ګروپ چيئرمېن شمشېر زمان ووئيل د اوسني حكومت لخوا غېر ملكي سرمايه كارو لپاره آسانۍ او په دې لړ كښې موجود عزم او د خواهش له مخې د سنګاپور بزنس مېن سرمايه كارۍ لپاره ډاډګيرنه شوې ۔ ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي او كاروباري روابط زياتولو په حاجت زور رواړو۔ پلاوي د پاكستان په انفراسټركچر ٬ انفارمېشن اېنډ كميونيكېشن ټېكنالوجۍ٬ صحت ٬ هېوائي مېدانونو او د بندر ځايونو د انتظام پشمول نورو څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښۍ څرګنده كړه