ا??لا?? آباد 07 مارچ (اے پی پی) پاکستان او لکسمبرګ تجارتی، اقتصادی، تعلیمی او د سائنس اینډ ټیکنالوجی په څانګو كښې مرستې ته د ودې وركولو او د دواړه هېوادونو ترمينځه د پلاويو تګ راتګ ته سلا شوې دي۔ د لکسمبر?? خارجه وزير جین ایزلبورن خارجه وزارت كښې د اعلیٰ كچ پلاوي سره د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی سره د زيارت پھ و??ځ ليدلې دي۔ خارجه وزير شاہ محمود قریشی د لکسمبر?? خارجه وزير ته په وړومبني ځل د پاکستان ??ه دوره كولو هركلې اووئ۔ د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، تجارت او سيمه كښې د امن وضعي پشمول د شريكې خوښې په ګڼو چارو د خيالاتو څركندونه وشوه۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د پلوامه پېښې نه پس د پاکستان د اړخه د پلټنو باور كولو سره هند دراندازی کړې۔ ده ووئيل پاکستان سيمه كښې امن غواړي او مونږ د تاؤ ترېښوالې ختمولو له هند له په هره كچه د خبرو ا??رو بلنه وركړې۔ده ووئيل د هند د اړخه د جارحانه اقدام سره مونږ د زغم څرګندونه كړې او د خیر سګالۍ جذبې ترمخه مو د هند پائلوټ خوشې كړې ۔ خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی د لکسمبر?? خارجه وزير مقبوضه جمو او کشمیر كښې د روانو هندي ظلمونو او بشري حقونو خلاف ورزیو څخه هم خبر كړو۔ ده ووئيل د وړومبنۍ ورځې څخه زمونږ دا موقف ؤ چې د افغانستان د مسئلې يواځنې لار خبرې اترې دي۔ د لکسمبر?? خارجه وزير جین ایزلبورن د امریکې او طالبان خبرو ا??رو ته په كېښنولو د پاکستان ??ثبت او موثره کردار وستائلو