اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي پاكستان د سېلګرۍ د ښو ځاينو په توګه په نړۍ كښې يو جلا مقام لري٬د زړه راښكونكو غروڼو سلسلې٬ښكلې ساحلونه٬آبشارونه ٬ تاريخي او د مذهبي اثارو قديم ځايونه كوم بل ځاې كښې نه موندلې كېږي٬د پاكستان دروازې د سېلګرو لپاره پرانستې دي٬په ويزه كښې د آسانۍ پشمول هر ډول آسانۍ باوري كوو٬د سېلګرۍ په اړه سوشل مېډيا مهم كردار لري۔ده د شورو په ورځ په وزيراعظم آفس كښې د پاكستان ټورازم سمټ اختتامي دستورې ته خطاب كولو۔وفاقي او صوبائي وزيران٬پارليماني غړي٬د سېلګرۍ څانګې سره تعلق لرونكي٬نجي څانګې ګڼ شمېر كسان موجود وو۔وزيراعظم په وړومبي ټورازم سمټ كولو منتظيمونو له مباركي وركولو سره وو??يل په پاكستان كښې ښكلې غرونه شته او په هغې كښې تنوع هم شته۔د هېواد ساحلي سيمه هم يو منفرد نوعيت لري٬دا ډول ځايونه په نړۍ كښې كوم بل ځاې نه ترلاسه كېږي۔وزيراعظم وو??يل د بلوچستان ساحلي سيمې د سېلګرۍ لپاره تر ټولو ښه ځايونه دي۔ده وو??يل زمونږ اشرافي ته معلومه نه ده چې پاكستان څومره ښكلې دے ځكه چې كله هم ايليټ كلاس ته وخت ترلاسه كېږي نو هغوي د سېلګرۍ لپاره اروپاﺀ او لندن ته ځي۔ده وو??يل ما د ماشوم والي راهسې د سېلګرۍ شوق لرلو او هم د دغې شوق په وجه ما ټوله نړۍ كتلې٬ ده ووئېل سوئټزرلينډ٬آسټرېليا او افريقې ته هم تللې يم خو په پاكستان كښې چې د سېلګرۍ په اړه كومه تنوع شته ٬په نړۍ كښې كوم بل ځاې نشته ٬ ده ووئېل پاكستان د نړۍ يو خوش قسمته ځايې دے كوم له چې لويې څښتن ښكلا وركړې۔وزيراعظم وو??يل ما د 15 كالو په عمر كښې ش??ال?? سيمې نزدې څخه كتلې دي٬زمونږ استاذ به په خاص توګه د غرئيزو سيمو او ش??ال?? سيمو د سېلګرۍ دورو اهتمام كولو۔ده وو??يل د باكستان ټولې غرئيزې سيمې يو جلا خصوصيت لري۔وزيراعظم وو??يل مونږ د انګريز دور ريزارټس لرو خو د پاكستان جوړیدو نه پس كوم ن??ې ريزارټ نه دې جوړ شوې۔ده وو??يل د سېلګرۍ ودې لپاره اوس دومره تشخير ته اړتيا نشته٬سوشل مېډيا يو تندرفتاره زريعه ده چې په لږ وخت كښې په ټوله نړۍ كښې خپرېږي۔وزيراعظم وو??يل د ترهه ګرۍ له امله زمونږ د ش??ال?? سيمو سېلګري هم ځپلې شوې خو د امن راتللو سره بيا د ش??ال?? سيمو پشمول په ټول هېواد كښې سېلګرۍ ته وده ترلاسه شوې۔ده وو??يل ځايې سېلګري هم زياته شوې٬درې كاله وړاندې چې كله زه ش??ال?? سيمو ته لاړم ن?? هلته په كوم هوټل كښې ګنجائش نه ؤ ٬داسې معلومه شوه چې د نړۍ په بېلو هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان د ګرمۍ موسم په رخصتۍ كښې ش??ال?? سيمو ته راغلي٬دغه وګړي د ش??ال?? سيمو پلو سوشل مېډيا راغب كړي۔ده وو??يل وګړي په عمومي توګه په رخصتۍ كښې د محدود نوعيت سېلګرۍ ځايونو ته تلل خوښوي۔ ده ووئېل د ګرمۍ په رخصتۍ كښې يا په كومو بل وخت په مري او نتيهاګلي كښې ځاې نه وي۔ده وو??يل كله چې مونل د سېلګرۍ نوې ځايونه لټول نو معلومه شوه چې د نتهياګلي پشان 100 نور ځايونه هم شته او دغې ځايونو له آسانيو وركولو سره د سېلګرۍ ښه ځايونه جوړېدې شي۔وزيراعظم عمران خان وو??يل د يوې فضائي جاج په مهال د بره دير د كمراټ سيمې عكسونه په سوشل مېډيا آپ لوډ شول نو ګڼ كسان هلته ورسېدل۔ده وو??يل پاكستان كښې ځايې سېلګري وده مومي كومې موقعې چې په پاكستان كښې شته هغه د نړۍ په كوم بل هېواد كښې نشته۔ده وو??يل پي ټي آئي په خېبرپښتونخوا كښې 2013-18 په مهال په نتهياګلي كښې صفائي كړی او سړكونه يې ښه كړي او د انګريز دور جوړ شوي ځايونه يې سم كړي دي ٬ دغسې هلته بيا د زمكې بيعه يو په دوه زياته شوې او ګڼ شمېر سېلګري نتهياګلي ته رسېدلې۔ده وو??يل بهر هېواد ??خه چې زما كوم ملګري راغلي وو هغوي مو يو ځل ش??ال?? سيمو ته بوتللي وو نو هغوي بيا بيا ش??ال?? سيمو ته د تللو خواهش لرلو۔وزيراعظم وو??يل كه د سېلګرۍ ريګوليټ كولو او سېلګرۍ په اړه قوانين جوړ نه شول نو د سېلګرۍ دا ځايونه به خراب شي۔ عمران خان وو??يل د ش??ال?? سيمو او خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ ځايونو ځايې وګړي مېلمه دوسته دي۔د سېلګرۍ ودې سره سره د ځايې وګړو خراب حالت هم ښه كول او هغوي له آسانيو وركولو سره ښې نتيجې ترلاسه كېدې شي۔ده وو??يل زمونږ په سېلګرۍ كښې مذهبي سېلګري يو مهمه برخه ده٬په پاكستان كښې د صوفياﺀ كرامو په قبرونو د عرس نه علاوه د بدهه ازم٬هندو ازم او سكھ ازم په اړه د مذهبي سېلګرۍ ځايونه شته ٬د ټولې نړۍ ??خه دغه ځايونو ته وګړي راځي٬ ده ووئېل مونږ دې لپاره د پاكستان د ويزې نظام بدل كړې او د غېر ملكي سېلګرو لپاره د اېن او سي شرط ختم شوې۔ده وو??يل حكومت د دوبئي په طرز د دنګو ودانيو اجازه وركړې٬ډېر زر به پھ دې اړه قانون هم جوړ شي۔ده وو??يل كه د اسلام آباد او پېنډۍ فضائي جاج واخستلې شي نو معلومه به شي چې اسلام آباد د باره كهو څخه وړاندې هم خپور شوې۔په دواړو ښارونو كښې زرعي زمكه ختمه شوې چې ورسره د فوډ سېكورټي مسئلې راپېدا شوي۔ده وو??يل په پاكستان كښې د سېلګرۍ په څانګه كښې د خپل پرائيوېټ سېكټر نه علاوه ملائېشيا او نور هېوادونه هم خوښي لري٬زمونږ په وړاندې مثال شته چې تركيې او ملائېشيا د سېلګرۍ نه رېكارډ آمدن ترلاسه كوي۔ وزيراعظم وو??يل په هېواد كښې سېلګرۍ ته وده وركولو سره به زرمبادله هم راشي او د نوكرو موقعو پېدا كولو سره سره به غربي هم كمه شي۔ده وو??يل د شماريات ډويژن راپور له مخې په تېرو پنځو كلونو كښې تر ټولو كمه غربي په خېبرپښتونخوا كښې رامخې ته شوې٬د دې بنيادي وجه سېلګرۍ ته وده وركول دي۔د خېبرپښتونخوا د سېلګرۍ سينئر وزير عاطف خان د سېلګرۍ ودې او په