اسلام آباد ۔ 3 اپرېل (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬پرمخت?? او اصلاحات وزارت د سركاري څانګې پرمختيائي پروګرامونو كښې د لوړو زده كړو كمېشن پرمختيائي كارونو له تر دې دمه 18 اربه 51 کروړه 6 لکھ څخه د زياتو روپو فنډز ??اري كړې دي۔ حكومت د لوړو زده كړو كمېشن پرمختيائي كارونو له د روان مالي كال په مهال 30 ارب 96 کروړه څخه د زياتو روپو فنډز ??ېل كړې دي۔ د پلاننګ كمېشن د شمېرو ترمخه حكومت پشين او خضدار كښې د مېرمنو پوهنتونونو جوړولو له8 كروړه ٬ د سکھر آئی بی اے اپ ګرېډېشن له 5 کروړه 36 لکھ، یونیورسټی آف پونچھ راولاکوټ له 5 کروړه، یونیورسټی آف بلوچستان کوئټه له 5 کروړه، یونیورسټی آف ایجوکېشن لاھور له 5 کروړه، نېشنل ټېکسټائل یونیورسټی اسلام آباد له 8 کروړه، اسلامیه یونیورسټی بهاولپور له 4 کروړه 60 لکھ، وروستو پاتې سيمو كښې پوهنتونونه ج??ړولو له 10 کروړه، یونیورسټی آف ګجرات له 10 کروړه، ایئر یونیورسټی اسلام آباد له 8 کروړه، ټېکنالوجی ډوېلپمنټ فنډز له 16 کروړه، پبلک سېکټر یونیورسټیز له 20 کروړه او فاطمه ج??اح وومن یونیورسټی پنډۍ له 11 کروړه 58 لکھ څخه د زياتو روپو فنډز ??اري كړې دي۔